کابل کې د سعودي عربستان سفارت خپل سفارتي خدمات بیا پیل کړل

کابل کې د سعودي عربستان سفارت خپل سفارتي خدمات بیا پیل کړل سیاست
انځور ارشیف

کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې کابل کې یې د سفارتي اقداماتو موخه افغانانو ته د خدماتو وړاندې کول دي.

 

د دغه سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي شاهي حکومت د پرېکړې له مخې یې کابل کې د خپلې استازولۍ خدماتي فعالیتونه د روان کال ډسمبر په ۲۲مه بیا ځلي پیل کړي دي.

 

په خبرپاڼه کې یوازې د خدماتو ویل شوي، خو دا چې سعودي سفارت به افغانانو ته په کومو برخو کې خدمات وړاندې کوي په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی.

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي بیا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړیکو کې مثبت ګام بللی.

 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت په کمه موده کې له ګڼو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې او په نږدې وختونو کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم ډیپلوماتیکې اړیکې پیل شي.

تړلي موضوعات