د سوري زړه لسګونه ناروغان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۴۳ د سوري زړه ناروغ ماشومان یې کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.
یادې ادارې ویلي، دغه ماشومان یې کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د تداوي لګښتونه یې هم د سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې سوري زړه سلګونه ناروغان د درملنې او زړه عملیاتو لپاره کابل کې یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.