اسراييلي پوځ: ډېر ژر به د معلولو سرتېرو شمېر ۱۰۰ زرو ته ورسېږي
اسراييلي رسنيو په خپلو تازه راپورونو کې ويلي، چې پوځ کې د معلولينو شمېر به ډېر ژر ۱۰۰ زرو تنو ته لوړ شي.
د اسراييلي پوځ د دې برخې متخصصينو څرګنده کړې، چې د پوځ د معلولينو دا شمېره به تر ۲۰۳۰ز کاله دې اندازې ته ورسېږي. هغوی زياته کړې ده، چې په دوی کې ۶۰ سلنه پوځيان به له رواني ناروغيو او عقلي اضطراباتو کړېږي، چې دا به د پوځ په روغتيايي سيستم فشار نور هم ډېر کړي.
د دې وړاندوينو په رڼا کې اسراييلي پوځ په دې غور کوي چې د معلولو پوځيانو د درملنې په پار په راتلونکو کلونو کې خپله بوديجه ډېره کړي. د پوځ له انګېرنو سره سم اسراييل به په راتلونکو څلورو کلونو کې د هغوی د درملنې لپاره ۱۵۰ مليارد اضافي ډالرو ته اړتيا ولري.
د اسراييلو دفاع وزارت د پوځ په ليکو کې د نويو معلولانو د درملنې په پار په نويو لارو چارو بحثونه کوي. د دې پوځ ۶۲ زره سرتېري دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د اسراييلي پوځ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دا پوځ په بېلا بېلو جبهو کې په جګړه بوخت دی. اسراييلو د تېر کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راوروسته غزه کې د فلسطيني ولس ټولوژنه پيل کړې ده او امريکا او غرب يې په دې جګړه کې پراخه نظامي مرسته کوي.
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» غزه کې د اسراييلو په وړاندې په جهاد بوخت دی او تر دې دمه يې اسراييلي پوځ ته درانه تاوانونه وراړولي دي. سره له دې چې اسراييلو غزه نږدې په بشپړ ډول ويجاړه کړې ده، خو تر اوسه د حماس د ډېرو لږو ډلګيو په له منځه وړلو توانېدلي دي.
بل پلو اسراييلي چارواکي وايي چې حماس توانېدلی دی زرګونه نوي جنګيالي خپلو ليکو ته جذب کړي.