کابل کې د قرغزستان سفیر: بشکیک له کابل سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته لېواله دی
په کابل کې د قرغزستان سفير دانيار ژولچيف د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې شوې دي.
سیاسي مرستیال ښاغلي ستانکزي د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د پام وړ بللې او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې یې مهمې یادې کړې دي.
په ورته مهال په کابل کې د قرغزستان سفير ویلي، چې هېواد يې له افغانستان سره د دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو پراختيا او ګړندي کولو ته لېواله دى.
د سیاسي چارو کارپوهان باور لري، چې ا.ا د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت او پراخولو هڅه کړې او دا هڅې تر ډېره بریده اغېزمنې دي.