بغلان کې تر دمګړۍ د ۳۷۰۰ تنو روږدو درملنه شوې
د بغلان ولايت د امنيې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې بهير دوام لري چې په دوام یې تر اوسه د څه باندې ٣٧٠٠ تنو معتادینو درملنه شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د بغلان له مرکز او ولسواليو څخه تر راټولولو او له ۴۵ ورځني بستر او درملنې وروسته روغ شوي دي.
د بغلان امنیه قومندانۍ ویلي، چې اوس مهال په دغه ولايت کې ۱۴۰ نور په نشه یي توکو روږدي کسان هم تر درملنې لاندې دي.
په نشه يي توکو روږدي شوي کسان له بیا درملنې خوښ دي او د ا.ا څخه غواړي، چې په هیواد کې ورته د کار زمینه برابره کړي تر څو بيا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.