تېره میاشت ۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه را ګرځول شوې
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د تېرې جمادي الأولی میاشتې په اوږدو کې په کندهار، کندوز، جوزجان، غور، خوست او پنجشېر ولایتونو کې ۲۰ زره ۳۷۶ جریبه امارتي ځمکه له قانوني پړاو وروسته را ګرځولې.
عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته را ګرځول شوې ځمکه په کندهار ولایت کې وه چې ۹ زره ۶۱۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده.
یاد وزارت وایي، دغه راز د ځمکو له غصب څخه تخنیکي غړو د یادې میاشتې په اوږدو کې نږدې ۳۱۷ زره جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې ۳۷۵ زره جریبه نوره ځمکه په ۳۱ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوې.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بریا سره په هېواد کې د غاصبینو له منګولو میلیونونه جریبه دولتي ځمکه را ګرځول شوې ده.