کابل کې د بهرنیو ډيپلوماټانو لپاره ښارګوټی جوړېږي
د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ښار دارالامان سیمه کې یې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره د ښارګوټي جوړولو توپوګرافي سروې ترسره کړې.
یاد وزارت ویلي، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه ۳۷۱.۵ جريبه ځمکه کې جوړېږي.
بلخوا دا لومړی ځل دی، چې هېواد کې د بهرنیو ډيپلوماټانو لپاره ښارګوټی جوړېږي، اسلامي امارت یې په جوړولو لاس پورې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال دارالامان کې د نېله باغ ښارګوټي د جوړولو چارې هم دوام لري.