د حریت اونیزې نوی فصل؛ نوې ځانګړې ګڼه یې چاپ او خپره شوه
له څه ځنډ وروسته د حریت اونیزې تازه ګڼه (د ۱۴۰۳ ل د لیندۍ د ٢٥-٣٠نیټې) چاپ او خپره شوه.
په دې ګڼه کې چې ستر جهادي شخصیت او دکډوالو وزیر شهید حاجي خلیل حقاني ژوند او شهادت ته ځانګړې شوې، د سرمقالې په ګډون پکې بېلابېلې لیکنې، راپورونه، خبرونه، تاثرات، پر کتاب تبصره، شعرونه او نور مطالب خپاره شوي.
د دې اونیزې چلوونکي وايي، چې د دې پرله پسې ۸۸مې ځانګړې ګڼې خپرېدو سره د حریت اونیزې نوی فصل پیل شو، چې هره ګڼه به یې په اوونۍ کې یو ځل په دې هوډ خپریږي چې تر پخوا به لا معیاري، د مینوالو د خوښې وړ او مسلکي کېږي.
د یادونې ده، چې حریت اونیزه اوس مهال د حریت راډيو په امتیاز او مدیریت خپرېږي، چې نن یې د درېیم کال لومړۍ ګڼه چاپ او خپره شوه.