بغلان کې د پاکو اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

بغلان کې د پاکو اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
بغلان کې د پاکو اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکوي،چې د دغه وزارت وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري بغلان ولایت کې د پاکو اوبو رسولو د (۸)شبکو چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغه وزارت پر اېکس پاڼه یا پخواني ټوېټر خپاره شوي خبر کې راغلي،چې دغه شبکو کې چې پرې  څه باندې ۵۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی پکې کې د څلور حلقو څاه ګانو کیندل ، د ۱۸۸۰ شیردانونو نصبول،د ۲۹۰ لمریزو تختو نښلول ،او ۶۱ زره ۲۲۷ مترو په اوږدوالي د اوبو نل غځول شامل دي.

د خبرپاڼې په خبره ، چې پر مهال یې د سیمې سلګونه تنو ته پکې د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره یې دیاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۳۸۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم پیدا کړی دی.

دا پداسې حال کې ده ، چې د ا.ا په بیاځلې راتلو سره د هېواد ټولو هغو سیمو ته د بیارغونې او نوې ټولګټې پروژې رسېدلې او عملي شوې، چې په تېر کې ورته پاملرنه نه کېده ، او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

تړلي موضوعات