د کامې د اوبو لګولو او برېښنا تولید بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کامې د اوبو لګولو او برېښنا تولید بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو بیارغونه او پراختیا
د کامې بند هوکړه لاسلیک شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه بند جوړولو تړون یې د عرفان هلال شرکت سره لاسلیک کړی دی.

 

د دې هوکړه لیک له مخې به یاد شرکت د کامې بند د اوبو لګولو د عصري کولو او د پراختیا برخو کې پانګونه پیلوي.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت داسې مهال د کامې پر بند د پانګونې خبر ور کوي، چې دمګړۍ د میرزاخېل او ماماخېل پر دوو نورو بندونو هم کار روان دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په کور دننه د اوبو مهار ته ځانګړې پاملرنه کړې او په تېرو درېیو کلونو کې یې د سلګونه وړو بندونو د جوړولو سربېره د ګڼو لویو بندونو د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.

تړلي موضوعات