اروپایي ټولنه افغان بزګرانو سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیبر سره کتنه کې ویلي، دغه اداره په پام کې لري چې نږدې راتلونکې کې د نړېوالو همکارو بنسټونو له لوري له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.
توماس نیکلاسون ویلي، نړیوالې ادارې باید افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې ونډه واخلي.
ښاغلي نیکلاسون د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه ټولنه به له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې وکړي څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه ونیسي.
په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې د نړېوالو بنسټونو مرسته اړینه بللې په خبره یې، اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو کمېسیون جوړ کړی او دې برخه کې یې خپلې ژمنې پوره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې وړاندې اسلامي امارت پر نړېوالو بنسټونو نېوکه کړې وه، چې ګنې د افغانستان په نوم مرسته شویو پیسو غوښنه برخه یې خپلو اداري لګښتونو ته ځانګړې کړې ده او له دوی غوښتي و، چې مرسته شوې پیسې په شفاف ډول ولګوي.