سهیل شاهین د هالنډ او المان استازو سره د افغانستان مسایلو په اړه خبرې کړې
د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د هالنډ سفیرې لائتیا وان آش او د المان شارژدافیر رولف دیتر سره کتلي دي.
سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دې کتنه کې یې افغانستان کې د زده کړو، اقلیمي بدلون او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وخت نا وخت د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتنې لري او د افغانستان په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کوي.