اسلامي امارت د افغانستان په اړه د قرغزستان ولسمشر دریځ وستایه
د افغانستان اسلامي امارت د قرغزستان ولسمشر له هغه دريځ چې له نړۍ یې غوښتي د افغانستان اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني ملاتړ کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت ویلي، قرغزستان د افغانستان واقعیت درک کړی او دا مهال د کابل او بشکک ترمنځ اړیکې په ښه ډول دوام لري.
د قرغزستان ولسمشر سدیر جباروف د ترکیې ټي آر ټي رسنۍ سره په مرکه کې د اروپایي هېوادونو له مشرانو او امریکا غوښتي، چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت یو واقعیت دی که موږ یې غواړو یا نه غواړو په ټول افغانستان حاکمیت لري.