د نیمروز او سپین بولدک ګمرکونو کې د ارشیفونو پر جوړولو کار پیل شو
د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نیمروز او سپین بولدک ګمرکونو کې یې د ۱۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارشیفونو لپاره د ودانیو په جوړولو کار پیل کړی چې راتلونکو لسو میاشتو کې به ګټې اخېستنې ته وړاندې شي.
د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي.
د مالیې وزارت ویلي، د ارشیفونو جوړولو سره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد ګمرکونو د عصري کولو، سوداګرو لپاره اسانتیاوو برابرولو او په هېواد کې سوداګرۍ لا ودې په موخه ګڼې ګمرکي پروژې پیل کړې، چې یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي.