د اسلامي امارت مسؤلین د امت امامان دي
د انګلستان حکومت څخه راغلي لس کسیزه عالمانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل سره د لیدنې پرمهال ویلي، د اسلامي امارت مسؤلین د اُمت امامان دي او د اسلامي امارت په راتګ سره ډاډمن یوو چې امت مو غمخوار لري.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر اېکس پاڼه د راغلي پلاوي له قوله ویلي، له ډېرو کلونو مسلمانانو انګېرله چې اسلامي امت یتیم دی، خو د اسلامي امارت په راتګ سره مو ډاډ ترلاسه کړی چې اوسمهال اسلامي امت قوي ملاتړ لري.
راغلي پلاوي زیاته کړې، اسلامي امارت د ډېرو علماوو او افغانانو په قربانیو راغلی، دا چې دې ډګر کې موږ برخه نه ده اخیستې ټول یې پوروړي یوو، خو ژمنه کوو چې د اسلامي امارت رښتینی انځور به نړۍ ته وړاندې کړو او هغوی به د افغانستان له حقایقو خبروو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له بېلابېلو هېوادونو راغلو پلاوو د اسلامي امارت له مشرانو سره کتنې کړې او د اسلامي امارت کړنې او پرمختګونه یې ستایلي.