زابل کې پنځه پایې پلونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل کې پنځه پایې پلونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول بیارغونه او پراختیا
زابل کې پنځه پایې پلونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ټولګټو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د پنځه پایو پلونو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په زابل کې یې د لس پایې پلونو کار پیل کړی، چې له ډلې یې د پنځو کارونه بشپړ او د پاتې نورو به په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې دغه پلونه د زاړه نورک، تازي رباط، لب دریا، حسن کاریز او خارجوی سیمو کې رغول شوي چې د سنګر مانده، سوخته، نوبهار، مغلیز او شینکۍ پلونو چارې به هم ډیر ژر بشپړې او د خلکو د تګ راتګ په وړاندې به شته ستونزې هواري شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ټولګټو وزارت ویلي و، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلګوټو د بیا رغونې ۹۳ پروژې پیل کړي، چې ځینې بشپړې او د نورو لا هم د رغونې چارې دوام لري.

تړلي موضوعات