نړېوال دې خپلې پرېکړې د هېوادونو په کورنیو چارو پورې نه تړي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ناروې شاهي دولت پر وروستۍ پرېکړې ناخوښي ښودلې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، هېوادونه دې خپلې پرېکړې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو پورې نه تړي.
عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه د ناروې هېواد د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لیکلي، ډيپلوماټیکه ښکېلتیا هغه وخت ګټوره وي، چې د لوریو ترمنځ متقابل تفاهم او درناوي ته وده ورکړي که څه هم لیدلوريو کې اختلافات شتون ولري.
د یادونې ده، چې د ناروې بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره به د ډپیلوماټیکو اړیکو کچه راکمه کړي.