کابل کې د چین سفیر د کډوالو چارو وزیر سره د چین په مرستو خبرې کړې
کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره د چین ۱۰۰میلیونه ینو مرستې د انتقال څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
دې کتنه کې د کډوالو وزیر ویلي، د ژمي په رارسېدو سره کډوال زیاتو مرستو ته اړتیا لري او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي.
د چین سفیر ویلي، د روانې میاشتې په پای کې به افغانستان ته دغه مرستې پیل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم چین د ۱۰۰میلیونه ینو پر ارزښت مرستې افغانستان ته استولې وې.