د ا.ا.ا سفیر د اماراتو دولت رئیس سره هلته د افغانانو ستونزو په حل خبرې کړې
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دې کتنه کې متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هېواد ته د انتقال، افغانانو ته د وېزو ورکړې غوښتنې ترڅنګ اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په اواري هم خبرې شوې دي.
د اماراتو د دولت رئیس په پورته یادو شویو برخو کې د همکارۍ او اسانتیاوو ژمنه ورکړې ده.
د یادونې ده، چې اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر دوه ورځې وړاندې د کوربه هېواد د دولت رئیس ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل باورلیک هم وړاندې کړ.