عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوې

عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوې سیاست

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس په ځينو ملکي او نظامي بستونو کې تغیر او تبدیل رامنځته شوی دی.

د یاد حکم له مخې د غزني پخوانی والي محمد امین عمري د بادغیس د والي په توګه او مولوي عبدالصمد جاوېد د بادغیس پخوانی والي د غزني د نوي والي په توګه ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندهار ولایت د تولګټو چارو پخوانی رئیس ملا عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژۍ وزارت د معین په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې د ۲۰۵ البدر، ۲۱۵ العزم او ۲۰۹ الفتح قول اردوګانو لپاره نوي رئیسان ټاکل شوي دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د دغه حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون مرستیال ملا عزیزالرحمن د کندهار ولایت د ټولګټو چارو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت کې په لوړه کچه د مسؤلینو تغیر او تبدیل د پام وړ اصل دی، چې د حکومتي چارواکو له هرکلي او اطاعت سره مخ کېږي.

تړلي موضوعات