د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس د ا.ا.ا سفیر باورلیک ومنلو

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس د ا.ا.ا سفیر باورلیک ومنلو   سیاست
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی، چې د دې هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

 

د اماراتو حکومت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امارتو دولت رئیس د افغانستان سفیر سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه هم منلي دي.

 

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې شیخ محمد بن زاید بېلابېلو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړېکو په پیاوړتیا ټېنګار کړی او ویلي یې دي، دغه اړېکې په متقابل درناوي ولاړې دي.

 

سیاسي شنونکي متحده عربي امارات د فارس خلیج سېمې له مهمو هېوادونو یادوي او د اسلامي امارت سفیر باورلیک منل په ډېپلوماټېک ډګر کې دافغانستان لپاره یو مهم ګام بولي 

تړلي موضوعات