د متوازنې پراختیا په چوکاټ کې به د اوبو او برېښنا په برخه کې زیاتې پروژې پیل کړي
د اوبو او انرژي وزیر ملاعبداللطیف منصور پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په یوه ولسي غونډه کې ویلي، چې د اوبو او انرژي وزارت به د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په چوکاټ کې د اوبو او برېښنا په برخه کې په پکتیا ولایت کې زیاتې پروژې پیل کړي.
په دې غونډه کې د پکتیا ولسونو له اسلامي امارت څخه د خپل هر اړخیز ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت له وزیر څخه په دې ولایت کې د زیاتو ودانیزو پروژو د پیل غوښتنه کړې.