د افغانستان دفاع وزیر د روسیې امنیت شورا عمومي منشي سره کتلي

د افغانستان دفاع وزیر د روسیې امنیت شورا عمومي منشي سره کتلي سیاست

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ لوړ پوړي روسي پلاوي سره کتلي دي.

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې پلاوي کې د سرګي شویګو دبیرکل تر څنګ د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي آویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف ګډون درلود.

دې کتنه کې د افغانستان دفاع وزیر د اسلامي امارت نوم له تور لېست څخه د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې هېواد د هڅو ستاینه کړې.

بل لور ته د روسیې دې لوړ پوړي پلاوي د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي.

دفاع وزارت ویلي، چې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار او خوښي څرګنده کړه او بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

د یادونې وړ ده، چې له دې لیدنې وړاندې د روسیې دې پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم کتلي وو، چې د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نور الله نوري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي یې هم ګډونوال وو.

تړلي موضوعات