قزاقستان اسلامي امارت د تحریم شویو ګروپونو له لیست څخه بهر کړی
په کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدیف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په استناد خبر ورکړی، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغو تحریم شوو ګروپونو له لیست څخه وویسته چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې ښاغلي علیم خان خوښې ښودلې چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري ، چې په خبره یي غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکي لا پراخي کړي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او قزاقستان د اړیکو دوام مسیر مثبت او د دواړو ملتونو په ګټه بللی دی.
ښاغلي متقي د قزاقستان له حکومت څخه په مننې سره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملی اقداماتو ته مخه کړې ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.