امریکا کې یو ځل بیا د چړې برید؛ درې تنه وژل شوي دي
اسوشيټېد پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې پرون دوشنبه د امریکا نیویارک ایالت اړوند په منهتن سیمه کې درې تنه د چاقو برید کې وژل شوي.
په وژل شویو درېیو کسانو کې یوه ۳۶ کلنه ښځه هم شامله ده.
د نیویارک پولیسو ویلي، د پېښې په تړاو یې ۵۱ کلن کس نیولی او د څېړنو په موخه یې د پولیسو مرکز ته استولی دی.
د نیویارک چارواکو له رسنیو سره ویلي، له تېرو دوو کلونو را پدېخوا ورته ناڅاپي بریدونه شاوخوا ۱۲ سلنه د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
د یادونې ده، چې امریکا کې اوس وسلوال او د چړې بریدونه د ورځنیو پېښو له جملې ګرځېدلي دي، چې د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ یې امریکايي وګړو تر منځ وېره خپره کړې.