ا.ا.ا هند ته د سرپرست قونسل معرفي کېدل تائید کړل
د افغانستان اسلامي امارت هندوستان هېواد ته د خپل سرپرست قونسل لېږل تائید کړل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل رسنیو ته د دې عکس په استولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل قونسلګرۍ لپاره دوکتور حافظ اکرام الدین کامل سرپرست ټاکلی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تائیدوي، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د هند حکومت د افغانستان اسلامي امارت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کېږي.
بلخوا سیاسي چارو شنونکي وايي، چې دې اقدام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو نوی باب پیل شو، چې د افغانستان او هند تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره اغېزمن دی.