د امریکا یوه پوهنتون کې وسلوال برید؛ ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا یوه پوهنتون کې وسلوال برید؛ ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
د امریکا الاباما ایالت ټسکېګي پوهنتون کې وسله وال برید شوی

سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا الاباما ایالت په ټسکېګي پوهنتون کې پر محصلینو برید شوی، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

 

برید د زده کړېالانو روایتي جشن « کور ته د ستنېدو اونۍ» په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی.

 

سرچینې د چارواکو له قوله ویلي، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی او وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه و، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړېالان دي.

 

ځایي اوسېدونکو ویلي، یادې پېښې د دې ښار ۹۰۰۰ کورنۍ غمجنې کړې دي.

 

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې چې څلور کسان پکې ټپیان شوي وو.

تړلي موضوعات