نږدې وخت کې به یو شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکې پیل شي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان نړېوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې زده کړیالانو سره کتنه کې ویلي، دې وروستیو کې نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکې پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې شته ستونزو ته حل لارې لټوي او له شته سولې او امنیت څخه به د افغانستان د ابادۍ لپاره ښه استفاده وکړي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې دې وروستیو کې افغانستان ته د نړۍ هېوادونو د استازو تګ راتګ زیات شوی او له اسلامي امارت سره یې د مثبت تعامل او اړیکو پر پراخېدو خبرې کړي دي.