د امریکا پلازمېنه کې ۹ کسان په چاقو وهل شوي

د امریکا پلازمېنه کې ۹ کسان په چاقو وهل شوي نړۍ
امریکا کې د چاقو په وسیله شوی برید

سي اېن اېن تلوېزیون نن شنبه راپور ورکړی، چې د امریکا پلازمېنه واشنګټن سیاټل ښار کې د ۳۸ ساعتونو په اوږدو کې نهه کسان په چاقو وهل شوي.

 

سرچینې زیاته کړې، د سیاټل اړوند چیناټون سیمه کې یوازې پرون ماسپښین پنځه کسان په چاقو وهل شوي دي.

 

د سیمې پولیسو د دې پېښې په تړاو له نیول شوي شکمن کس سره وسله هم موندلې. پولیسو ویلي، زیانمن شوي کسان د هاربر روغتون ته وړل شوي چې له ډلې یې د پرونۍ پېښې څلور تنو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

 

د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وسلوال او دا ډول بریدونه د ورځنیو پېښو له جملې ګرځېدلي، چې ګڼو امریکايي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او امریکایان یې اندېښمن کړي.

تړلي موضوعات