کویټه کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کویټه کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛  ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې   سیمه
انځور کوټه کې د نن ورځې برید

د پاکستان پولیسو مقاماتو رسنیو ته ویلي، چې دا برید نن شنبه د بلوچستان کویټه ښار کې د اورګاډي یوه تمځای کې ترسره شوی، چې له کبله یې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

 

بلوڅ بېلتون پالو د دې برید مسؤلیت منلی او په دې اړه اعلامیه کې یې ویلي، چې دا برید یې په هغو پاکستاني پوځيانو کړی، چې د پوځي زده کړو له بشپړولو وروسته کورونو ته روان وو او یاد تمځای کې راټول شوي وو.

 

لا تر اوسه روښانه نه ده، چې دې برید کې څومره پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه نن شنبه د رېل ګاډي تمځای کې وروسته له هغې رامنځته شوه، چې یو اورګاډی د پېښور په لور د حرکت په حال کې و.

 

د یادونې وړ ده، چې پاکستان کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو له لوري ورځ تر بلې پر پوځ او حکومتي منسوبینو بریدونه ډېرېږي، چې درنه مرګ ژوبله لري.

تړلي موضوعات