نیمروز کې غیر قانوني خوراکي توکي او وسایل نیول شوي
د مالیه وزارت د ګمرک عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو تیره ورځ د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۲ نیم ټنه انساني درمل، ۲۸ ټنه مالټې، ۳۸ ټنه ګوړه، ۱۴ ټنه پلمیټ، ۲ نیم ټنه جوس او ۴۵ عرادې موټرسایکلونه نیولي.
د ګمرک عمومي ریاست په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه خوارکي توکي په غیر قانوني ډول هیواد ته واردیدل، چې د نیمروز ولایت د ګمرک ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو له لوري نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې نیول شوي توکي د لا نورو اجراتو لپاره د نیمروز ګمرک ته وړل شوي او په تړاو به یې نیول شوي کسان اړوند قضایي او عدلي ارګانونو ته ور پیژندل شي.