د پولیسو لېکې به لا غښتلې شي،۷۴۰ مجاهد سرتېري په مسلکي زده کړو سمبال شول
د بلخ ولایت رسنیز دفتر نن د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د یاد ولایت پولیسو اکاډمۍ څخه ۷۴۰ مجاهد سرتېري د دوه میاشتنيو عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
سرچینې بلخ کې د مسؤلینو له قوله ویلي، یاد ولایت کې د روزنیز مرکز مسؤلین شپه ورځ هڅې کوي څو ټولنې ته د ښه خدمت په موخه مسلکي مجاهدین وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له واکمنېدو سره د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو څخه سلګونه مجاهدینو ته روزنیزې او عقیدتي زده کړې ورکول شوې څو د ګزمو، تلاشیو او نور فعالیتونو پر مهال له عامو خلکو او مجرمینو سره مسلکي او ښه چلند ترسره کړي.