جوزجان کې د ۱۹ بابه ښوونځیو بیا رغونې چارې پیل شوې

جوزجان کې د ۱۹ بابه ښوونځیو بیا رغونې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
انځور پوهنې وزارت

پوهنې وزارت وايي، د جوزجان په شاوخوا لسو ولسوالیو کې د ۱۹ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې، چې لګښتونه یې د وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

 

سرچینه زیاتوي، د یادو ښوونځیو په بیا رغونه څه د پاسه ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

 

خبر پاڼه د مسؤلینو له قوله زیاتوي، ښوونیزې اسانتیاوې د تدریسي پروسې په کیفیت کې خورا مهمې دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره پوهنې وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

تړلي موضوعات