لاهور یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو ککړ ښار اعلان شو

لاهور یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو ککړ ښار اعلان شو سیمه
انځور د پاکستان لاهور ښار

نړېوالې رسنۍ وایي، د پاکستان دویم ستر ښار لاهور کې د هوا ککړتیا کچه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

 

فرانس ۲۴ اژانس د روغتیا نړیوال سازمان له قوله ویلي، ياد سازمان په رسمي ډول د دغه ۱۴ ميلیوني نفوس لرونکي ښار د هوا د ککړتیا کچه د نړۍ د تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا په توګه ثبت کړې ده.

 

دغه اندازه له هغې څلوېښت برابره ډېره خطرناکه ده، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې د منلو وړ ده.

 

د لاهور چارواکو ویلي، ښايي تر راتلونکو څو ورځو د هوا ککړتیا په همدې کچه لوړه پاتې شي او د دولتي او خصوصي شرکتونو نیمایي کارکونکي به له کورونو څخه کار وکړي.

 

د هوا د ککړتیا کچه چې له ۱۸۰ ذراتو واوړي روغتیا ته خطرناکه ګڼل کیږي، خو لاهور کې یې اوس د ککړتیا کچه په هر متر مکعب کې ۱۰۶۷ مایکرو ګرامه ته رسېدلې ده.

 

د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان لاهور کې د هوا ککړتیا له امله د ماشومانو په ناروغیو کې ۵۰ سلنه لوړوالی راغلی و چې ورسره د ډېری روغتونونو بسترونه ډک شوي وو.

تړلي موضوعات