افغانستان د حسن قرائت نړېوالو سیاليو کې درېیم او څلورم مقام وګټلو
دا سیالۍ چې د ترکیې په کوربتوب جوړې شوې د ۵۰ هېوادونو حافظانو او قاریانو په کې ګډون کړی وو.
اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د حسن قرائت نهم پړاو سیالۍ د ترکیې په کورتبوب د ۵۰ هېوادونو استازو په شتون کې ترسره شوې، چې د افغانستان په استازیتوب قاري عبدالرب ایوبي په حسن قرائت کې درېیم او قاري شفیق امیني د حفظ برخه کې څلورم مقام ترلاسه کړی.
دغه دواړه ګټونکي افغانان ترکیه کې د افغانستان سفارت د فرهنګي اتشې له لوري تشویق او په مادي او معنوي ډالیو ستایل شوي دي.
د حفظ او حسن قرائت دغه نړېوالې سیالۍ هرکال ترکیه کې د شاوخوا ۵۰ اسلامي هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره کېږي.