له تاجکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون تمدید کړ

له تاجکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون تمدید کړ سوداګرۍ او اقتصاد
له تاجکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون تمدید کړ

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې په ترکیه کې د دې شرکت عمومي آجرایه رئیس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برېښنا د سهامي شرکت رئیس محمد عمر عسا زاده ترمنځ افغانستان ته د ۲۰۲۴ کال لپاره د برښنا د ورکړې په تړاو تړون لاسلیک شوی دی.

برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ له تاجکستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د نوي مزي په تیرېدو هم خبرې شوې، چې تاجکستاني چارواکي یې په اړه لیوالتیا ښودلې. 

په همدې حال کې افغان لوري غوښتنه کړې، چې تاجکستان دې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارو په پیل، همغږي او پلي کولو کې هم همکاري وکړي، چې د تاجکستان له لوري په دې برخه کې هم د همکارۍ ژمنه شوې.

د یادونې وړ ده، چې تیره اونۍ د برېښنا شرکت له ترکمستان هیواد سره هم د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د برښنا پیرلو تړون تمدید کړ.

تړلي موضوعات