له اجازې پرته هیڅوک د وسلو د ساتلو او ګرځولو حق نه لري
کورنیو چارو وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۵۱۹ ګڼې حکم له مخې خبر ورکړی، ټول مسئولین، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال دې د اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو د ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ټول باید خپل جوازونه نوي او پخواني وېشل شوي، جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه د اعتبار وړ نه دي.
یاد وزارت ویلي، د جرمونو د کشف او مبارزې ریاست اړوند د ډایاګ مدیریت له اجازه لیک پرته د نظامي او ملکي وسایطو په شیشو د پردو لګول په کلکه منع دي.
دې وزارت زیاته کړې، ټول مسئولین، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال دې د جرمونو د کشف او مبارزې ریاست اړوند ډایاګ مدیریت څخه جوازونه ترلاسه کړي.