غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۹۳ تنه شهیدان شوي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې غزه کې د پناه اخیستونکو په یوه ودانۍ د اشغالګرو په توغندیز برید کې د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۹۳ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال امریکا چې غزه کې په نسل وژنه کې د اشغالګرو اسرائیلو اصلي شریک دی او د دې یرغل ډېره برخه وسلې او بمونه د دوی دي، دغه پېښه یې وېرونکې بللې ده.
د ویلو ده، چې په غزې تړانګه له څه باندې یو کال راهسې د اشغالګرو اسرائیلو بریدونو کې تر ۴۳زرو تنو زیات په شهادت رسېدلي او شاوخوا سل زره نور ټپيان شوي دي.