د خوست ولایت دوام مقبل کلي کې د یو چک ډېم د جوړولو چارې پيل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ دوام مقبل کلي کې د دوه میلیونه او ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د یو چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه چک ډېم د دې وزارت په مالي لګښت د یونیورسل سټار ودانیز شرکت له لوري د ۲۶متره اوږدوالي او ۷متره په لوړ والي سره جوړېږي.
دغه چک ډېم د سل زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو سره د ۲۳۵جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي