د تاشکند نوی سفیر کابل ته رارسېدلی

د تاشکند نوی سفیر کابل ته رارسېدلی سیاست
د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر ا

آوا خبري اژانس د ازبکستان «دنیا» خبري سرچینې له مخې وایي، تاشکند په افغانستان کې نوی سفیر ټاکلی.

 

دا نوی سفیر تېره ورځ (يکشنبه) د لړم په شپږمه کابل  ته رارسېدلی.

 

آوا اژانس د کابل لپاره د ازبکستان نوي سفیر نوم اویبک عثمانوف ښودلی دی.

 

عثمانوف تر دې وړاندې په مصر او پاکستان کې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ پورې د ازبکستان هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم وو چې اوسمهال په افغانستان کې د یادګار شادمانوف ځای ناستی شوی.

 

د یادونې وړ ده، چې تاشکند اسلامي امارت سره د سوداګریزو اړېکو د پراختیا پر مهال له افغانانو سره د ټرانزېټ، ټرانسپورټ، برېښنا او بشري مرستو په برخو کې لازمې همکارۍ ته ژمن دی.

تړلي موضوعات