له سوداګرۍ د ملاتړ او خصوصي سکټور سره د تعامل په اړه تازه فرمان
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړی.
دې فرمان کې د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.
دې فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې مکلفې شوې، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتي ادارو مسئولین او کارکوونکي په دې مکلف شوي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
د دې ترڅنګ وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې شوې، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته سوداګرو او خصوصي سکټور ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.