اسرائیلو ته د ایران ګواښ؛ بې ځوابه مو نه پرېږدو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران جګړه نه غواړي خو؛ له خپل هېواد څخه په کلکه دفاع کوي او د اسرائیلو تېري ته به حتمي او وړ ځواب ورکړي.
مسعود پزشکیان د دې هېواد په سرمشریزه غونډه کې ویلي، «موږ په دې پوهېږو چې امریکا، د جګړې لپاره اسرائیل هڅوي.»
ایراني رسنیو د دې هېواد ولسمشر پزشکیان له قوله ویلي، ایران په تېرو ۴۵ کلونو کې ښودلې چې هېڅکله به د کوم یرغلګر پر وړاندې ماتې ونه مني.
هغه زیاته کړې، نړۍ ته د اوسني صهیونیست رژیم جرمونه ثابت شوي، نړۍ ګوري چې د امریکا په مشرۍ اسرائیل په اشغال شوي فلسطین کې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي او واړه ماشومان، مېرمنې په بریدونو کې په نښه کوي خو نړېوال یې په وړاندې چوپ پاتې کیږي.
سرچینه د نوموړي له قوله څرګندوي، د نړۍ غیور برخه خلک د صهیونیست وحشي رژیم په غزه کې د ترسره شویو جرمونو څخه کرکه لري.
د ایران ولسمشر وروسته له هغې پر ایران د برید ګواښ کړی چې څو ورځې وړاندې اسرائیلو پر ایران برید وکړ خو د هغه برید مرګ ژوبلې په تړاو ایراني رسنیو کره معلومات نه دي خپاره کړي.