د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له سفیرانو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې
د مالیزیا پلازمېنه کوالالمپور کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي یاد هېواد کې د روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغزستان هېوادونو له سفیرانو سره کتلي.
دې کتنه کې د یادو هېوادونو سفیرانو سره د اسلامي امارت پر اړېکو او د سېمې له نورو هېوادونو سره پر تعامل هر اړخیزې خبرې شوې دي.
مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي د روسیې فارمټ غونډه ستر نوښت یاد کړی او د اسلامي امارت بهرني سیاست کې یې له خورا ارزښت لرونکې غونډې یاده کړې.
دغه رارز دغو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصاد محور بهرني سیاست پر بنسټ دوستانه او تلپاتې اړېکو پر څرنګوالي هم بحث شوی.
دې کتنه کې د پخوانیو اړېکو پر دوام راتلونکې کې د اړېکو د کچې لوړولو او ګڼو برخو کې د تعامل پر زیاتېدا هم خبرې شوې دي.
ټولو هیله څرګنده کړې، چې دولتونه به یې له افغانستان سره په هره برخه کې د تېرو اړېکو پر دوام د لوړې کچې تعامل ولري.