لغمان کې د ۳۵۲زره ډالرو په لګښت د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه

لغمان کې د ۳۵۲زره ډالرو په لګښت د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه بیارغونه او پراختیا
لغمان کې د ۳۵۲زره ډالرو په لګښت د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه

په لغمان ولایت کې د یونیسیار مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۲زره ډالرو په لګښت د سنګره سیمې د نجونو لېسې د دوهم ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان والي قاري زین العابد عابد د یاد ښوونځي د پرانېستي پرمهال ویلي، یاده ودانۍ ۱۲درسي او ۴ اداري خونو ترڅنګ د اوبو شبکه، تشنابونه، د ساتونکو اطاق او د ښوونځي احاطه په کې شامله ده، چې  لسو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

ښاغلي والي د سنګره سیمې د یاد ښوونځي له ښوونکو او کلي ولسونو څخه غوښتي چې د ښوونځي د ودانۍ پوره ساتنه دې وکړي تر څو د خلکو اولادونه په ارامه فضا کې خپل تدریس ته دوام ورکړي.

بلخوا د سنګره اوسېدونکي هم د زده کوونکو لپاره د سرپناه برابرولو څخه خوښ دي په خبره یې، پخوا به یې اولادونو تر شنه اسمان لاندې په تاوده لمر کې زده کړې کولې.

تړلي موضوعات