د اوبو او انرژۍ وزیر چین ته تللی

د اوبو او انرژۍ وزیر چین ته تللی افغانستان
د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور

د اوبو او انرژۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د انرژۍ کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

 

د اوبو او انرژۍ ویاند مطیع الله عابد رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، دې کنفرانس ته د سیمې او نړۍ نور هېوادونه هم وربلل شوي دي.

 

نوموړي د دې کنفرانس د اجنډا او د پیل کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال اسلامي امارت هڅې پیل کړې، چې افغانستان د انرژي سکټور په برخه کې په ځان بسیا او هېواد د ګاونډیو له احتیاج څخه خلاص کړي.

تړلي موضوعات