د مجاهدو مشرانو شهادت به د دښمن پر وړاندې جهادي مبارزه څو برابره پیاوړې کړي
د افغانستان اسلامي امارت د حماس جهادي غورځنګ مشر یحیی السنوار د شهادت له کبله خواشیني ښودلې.
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د مجاهدو مشرانو شهادت به د دښمن پر وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره پیاوړې کړي.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې ویل شوي، د الله تعالی په لار کې شهادت د هر مسلمان په تېره بیا د جنګېدونکي مجاهد ستر ارمان وي.
اعلامیه کې له ټولو مسلمانانو غوښتل شوي، چې د فلسطین مظلوم ولس له برحقه داعیې څخه ملاتړ وکړي او د هغوی تر شا ودرېږي او دې لار کې دې خپل مکلفیت ادا کړي.
د حماس جهادي غورځنګ مشر او د دې غورځنګ زړور او نامتو قومندان یحیی السنوار تېره چهارشنبه غزه کې له اشغالګرو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسېد.