د هېواد شرایط له هغو سره ډېر توپیر لري، چې مغرضي کړۍ یې منفي تبلیغات کوي
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته د افغانستان خصوصي سکټور وده کړې او په هېواد کې صنعت او پانګونه زیاته شوې.
دغو ملي سوداګرو دې کتنه کې ویلي، د افغانستان اوسني شرایط له هغو سره ډېر توپیر لري، چې مغرضې کړۍ یې په اړه منفي تبلیغات کوي.
یادو سوداګرو اسلامي امارت سره د ګډ کار او د نظام د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.
بلخوا دې کتنه کې سیاسي مرستیال هم ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې ترڅنګ ولاړ دی او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.