اروپايي ټولنه له افغان کډوالو سره ۳۶میلیونه یورو مرسته کوي
افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره کتنه کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی د ټولو ګډ مسئولیت بللې دی.
اغلې ویرونیکا ویلي، د کډوالو لاسنیوي په موخه یې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره ۱۲۵میلیونه یورو مرسته کړې، چې د روان کال تر پایه به ۳۶میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړي.
بلخوا دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د کډوالو په نوم کېدونکو مرستو په کډوالو د وېشلو، اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ برخو کې په مصرفولو ټینګار کړی دی.
دې کتنه کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو، جرمني او نور اروپایي هېوادونو له لوري د کډوالو جبري ایستلو او یا نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږلو، کورنیو بې ځایه شوو او پایداره ادغام او هغوی ته د مرستو د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي.
همداراز دې کتنه کې دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو هم هوکړه کړې.