نورستان کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف شوه
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، د وسلو او مهماتو دا زېرمه د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو کشفي او استخباراتي ځواکونو د یاد ولایت کامدېش ولسوالۍ اړوند سیمه کې کشف کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې دې ډېپو کې ۶میله درنې وسلې، چې زیکویک، دهشکه، هاوان، اګایس، بیم یک او لسګونه زره د سپکو او درنو وسلو مرمې شاملې دي.
سرچېنې لیکلي، له دې ډېپو یې لسګونو میله کلاشینکوف او په لویه کچه پوځي تجهیزات هم تر لاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د کشفي اطلاعاتو په اساس ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.