د مس عینک په لومړۍ برخه به ۵ میلیارد ډالره پانګونه وشي
د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ رئیس سونګ ون بینګ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، د مس عینک عملي چارو د ژر پیل په موخه یې هڅې چټکې کړې دي.
ون بینګ دې کتنه کې ویلي، د مس عینک په لومړۍ برخه به له پنځه میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې سیمې ته د غزېدلي سړک له جوړېدو وروسته به د کان کېدنې لومړنۍ چارې پیل شي، چې ۳ زره افغانانو ته به د کار زمینې برابرېدو سربېره به یوه ډله افغان کارګر د مسلکي روزنې لپاره چین ته واستوي.
بلخوا دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د مس عینک د عملي چارو پیل هڅې دې چټکې او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی دې وشي.
نوموړي د یاد کان د عملي چارو د پيل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د مس عینک پروژې د کیندنې په موخه یاد کان ته د ورغځېدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.